ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سرجل لوبډلې له خپل ۹۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د اتو منډو په توپیر یې خپلې سیالې سید جمال الدین افغان لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
