ننګرهار؛ چمتله کې د شاهين تکواندو اکاډمۍ ورزشکارانو ته رنګه کمربندونه وتړل شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۲۳
ننګرهار؛ چمتله کې د شاهين تکواندو اکاډمۍ ورزشکارانو ته رنګه کمربندونه وتړل شول

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه او د تکواندو فدراسيون په همغږۍ د شاهين تکواندو کلب له شاوخوا ۵۵ تنو ورزشکارانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې ۴۰ تنو بریالیو ته یې رنګه کمربندونه وتړل شول.

له یادو ورزشکارانو څخه تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت د تکواندو فدراسيون د ازموینې کمېټې ازموینه اخیستې وه، چې ۴۰ بریالیو ورزشکارنو ته ابي، شنه، نیمه شنه او ژېړ کمربندونه وتړل شول.

په یادو مراسمو کې د تکواندو سیالۍ او نمایشونه هم ترسره شول، چې د ننګرهار ولايت د تکواندو او پهلوانۍ فدراسیون مسوولانو، ورزشکارانو او ګڼ شمیر مينوالو پکې برخه اخيستي وه.

د يادولو وړ ده، چې د شاهین تکواندو کلب مشر ته د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ښې کارکردګۍ په موخه یو کپ هم ډالۍ شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS