ننګرهار؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ملکزي بازانو او د ورسک اتفاق لوبډلې ترمنځ ترسره شوه ، چې ملکزي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د۱۲۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې اتفاق لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې د ورزشکارانو تشويق او يووالي په موخه پيل شوي دي، شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.