ننګرهار؛ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۹:۴۷
ننګرهار؛ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د ننګرهار ولايت د بدني روزني او ورزش ریاست او د والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي زاخيلو کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست د ورزشي چارو آمر داکتر منیرالدین خالد راغلو ورزشکارانو او نندارچيانو ته د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس وزیروال پیغام وړاندې کړ او ډاډ يې ورکړ، چې نوموړی رياست ستاسو د ورزشي فعالیتونو ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ مو کوي. ده همدا راز د کوز کونړ ولسوالۍ له امنيتي مسولينو څخه د مالي او ځاني همکاريو په پار مننه وکړه.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ياد ولايت پر ورزشي مسولينو سربېره د نوموړي کلي مشرانو او ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

بايد يادونه وشي، چې د دغه ټورنمنټ لومړۍ سيالي د شګي کلي او ايمل خان کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ايمل خان کلي لوبډلې د ۲_۰ په توپير سره وګټله او بريا يې ترلاسه کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS