ننګرهار؛ په پچيراګام ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۵۱
ننګرهار؛ په پچيراګام ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه په پچيراګام ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبې ته د ګرخېلو حنيف او بامخېلو تور غر لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه حنيف لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۶۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته تور غر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۵۵ منډې جوړې کړې او په ۷ منډو يې ماتې وخوړه.

د یادونې وړ ده چې دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته لومړی درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS