ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ننګرهار ولایت په کچه په جلالاباد ښار کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې ۱۵ ورزشکارانو د ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې اته غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
