ننګرهار؛ په شیرزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د یاد ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کوز اشپان او ملک نیاز الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کوز اشپان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په دوو میدانونو ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې لسو ورځې په دوام وکړي موخه یې په لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول او همدارنګه د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح چمتو کول دي.
