ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۲۰
ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري به روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته جلګې لیجنډ او تقوا لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه تقوا لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۱۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې جلګې لوبډلې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۰۵ منډې وکړې او په پنځو منډو یې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS