ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ټايګر او مبارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، مبارز لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۹۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ټايګر لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۴ منډې جوړې کړې او د ۱۵ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.
د يادو سياليو موخه فکري يووالی او له نظام څخه ملاتړ دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.