ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د سالمې روزنې او تشویق په موخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د کشمند مرکزي او افغان شاهي لوبډلو ترمنځ وشوه، افغان شاهي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹منډې وکړې.
په مقابل کې د کشمند لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه يې افغان لوبډلې ته وبایلله.
ټاکل شوې د دغو سیالیو راتلونکې لوبې به د سرړو او بونتا مرکزي لوبډلو او د دره نور لاینس او افغان لایون لوبډلو ترمنځ ترسره شي او ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
