ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سوک وهنې دوستانه سیالي او د پارکور نمایشات ترسره شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۳:۱۳
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سوک وهنې دوستانه سیالي او د پارکور نمایشات ترسره شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ جوړو او څلوېښتو ورزشکارانو تر منځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ او د پارکور نمایشات ترسره شول.

په دې سیالیو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ د بېلابېلو کلبونو ورزشکارانو او مینوالو یې برخه اخیستې وه، دوی د ننګرهار له ورزش ریاست څخه مننه وکړه، چې د ورته سیالیو د ترسره کېدو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

د سیالیو او مراسمو په پای کې ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او کپونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

پکتیا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر خلک یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

هرات کې د فزیکي روغتیا، رواني هوساینې او ورزشي مدیریت د پياوړتيا لومړنی پړاو علمي سيمینار ترسره شو

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د « ټولنې جسمي روغتیا ساتنې، رواني ارامۍ، مدیریتي انضباط او معنوي پاکوالي» په نوم لومړی پړاو ورزشي سمينار ياد ولايت کې د ورزشي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

خبرتیا

 

د قدرمنو ورزشي فدراسیونونو رئیسانو او رهبري هیئت ته!

لکه څنگه، چې تاسې خبر یاست، د ۱۴۰۴ مالي کال د ورزشکارانو، د ملي ټیمونو د غړو، روزونکو او مرستیال روزونکو د عصریې د وېش لړۍ د. . .

BACK TO NEWS