ننګرهار؛ په ختیځ زون کې د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې، بیا ژوندي کولو ، پراختیا او احصایې راټولولو درې ورځنی سیمینار پیل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۹:۷
ننګرهار؛ په ختیځ زون کې د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې، بیا ژوندي کولو ، پراختیا او احصایې راټولولو درې ورځنی سیمینار پیل شو

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د پلاوي له لوريا د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو لپاره په ننګرهار ولایت کې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند پلاوی چې مشري یې د دې ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغاني کوي او په جوړښت کې يې د سپورت ریاست سلاکار جان علم حسیني، د شخړو د هواري کمیسیون غړی وحیدالله سایل، د مشورتي بورډ غړي فاروق الماس، د حقوقي کمیسیون غړي او یو شمېر نورو منسوبین هم شتون لري او پام کې ده چې ننګرهار ولایت ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې ګډونوالو ته یاد درې ورځنی سیمینار هم ورکړي.

د سیمینار په پیل کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس عبدالسلام وزیروال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دودیزو او سیمه ییزو لوبو پر ارزښت یې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې په دې ولایت کې لسګونه سیمه ییزې لوبې شتون لري، چې هره یوه یې له یوې قبیلې، ولسوالۍ او کلی سره تړاو لري.

ښاغلي وزیروال وويل: سپورت د يوه هېواد د فرهنګ د لېږد او زمینه سازي بنسټ دى او دا د وياړ خبره ده، چې له مرکز څخه يو پلاوى ختيځو ولايتونو ته د دې پرمختګ په موخه راغلى او غواړي چې د هېواد سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته پراختيا ورکړي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغان خبرې وکړې، نوموړي وویل: د ملي، المپیکي او غیر المپیکي لوبو ترڅنګ سیمه ییزې او دودیزې لوبې هم یوه شتمني او میراث دی. په هیواد کې دې لوبو ته باید داسې اصول او رسمیت ورکړو چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وده وکړي او ګاونډیو هیوادونو ته ولیږدول شي، ترڅو وکولای شو د خپلو دودیزو لوبو یو غوره انځور وړاندې کړای شو.

ښاغلي افغان زیاته کړه چې د دودیزو لوبو د ودې او پراختيا په موخه د ورزش رياست په چوکاټ کې يو کمېسيون رامنځته شوى، ترڅو دغه ورزش په سمه او معياري توګه وده او پرمختګ وکړي.

دا ښوونیز سیمینار د د دودیزو لوبو د معلوماتو راټولولو، بیا ژوندي کولو، پراختیا او احصایې راټولولو په برخه کې د مسؤولینو له لوري ورکول کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS