ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۵۸
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د باسول لمر الف او شینوارو کینګ سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه باسول لمر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٥ منډو هدف وټاکه. کینګ سټارز لوبډلې ټاکلی هدف پرته له کوم زیان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه

د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.

همدارنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۵
Background image

په ووشو کې دویمه بریا

د ناګویا په المپیکي سیالیو کې حامد اشرفي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې د مکاو چین پیاوړي حریف ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

له دې وړاندې محمد خالد هوتک یمني سیال مات ورکړې وه.. . .

BACK TO NEWS