ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آصف ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د آصف ټایګرز او دامان سوپر سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه دامان سوپر سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٧ منډو هدف وټاکه. آصف ټایګرز لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زيان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
