ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د فيټنس او بدن ښکلا نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فيټنس او بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د استاد تسکين په کلب کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د فيټنس او بدن ښکلا نندارې ترسره شوې.
دغه نندارې د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ابرار لومړی، شعيب دويم او اسماعيل درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزکارانو ته ستاينليکونه ورکرړل شول.