د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون رییس غلام سرور جلال په رسمي سفر روسیې ته تللی

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۲:۳
د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون رییس غلام سرور جلال په رسمي سفر روسیې ته تللی

د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون رییس غلام سرور جلال د سیمه‌ییزو لوبو اووم پړاو نړۍ وال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته په رسمي سفر تللی.

دغه سمینار د روسیې په کوربه‌توب د یاد هیواد په پلازمینه مسکو ( سن پیټرز بورګ ښار) کې د سیمه‌ییزو لوبو نړۍ‌وال فدراسیون رییس نجم الدین بلال اردوغان، د سپورټ وزیرانو او د وزلوبې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیونونو سلګونه رییسانو په ګډون پیل شوی دی، چې د فدراسیونونو پر لاسته راوړنو او فعالیتونو به بیاکتنه وکړي.

د وزلوبې او سیمه‌ییزو لوبو اووم پړاو نړۍ‌وال کنفرانس د دوه ورځو په موخه پرون پیل شوی و او نن ( د وري پر ۳۱مه) به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS