ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رئیسخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې رئیس خېل لوبډلې له خپل ۱۷۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۷۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې لغمان قرغیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
