ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ٣٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړي او لومړي مقامونه یې وګټل.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
