ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند جلال آباد ښار اتمه ناحيه کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د ياد سیالیو لومړۍ لوبه د بهسودو بلند غر او ګوشتې ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بهسودو بلند غر لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نظام څخه د ملاتړ په موخه پیل شوې دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.
