ننګرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې مهاجرو افغانانو ته د هرکلي په موخه د پهلوانۍ نندارې وړاندې شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۲۲:۱
ننګرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې مهاجرو افغانانو ته د هرکلي په موخه د پهلوانۍ نندارې وړاندې شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو ولسواليو د ورزشي مديريت پۀ لارښونه او همغږۍ په یاده ولسوالۍ کې له پاکستانه د افغان مهاجرو لپاره د هر کلي په موخه د پهلوانۍ هېښوونکي او جالبې نندارې وړاندې شوې.

د پهلوانۍ دغه نندارې، چې د موټر مخه ډب کول، د سر په وېښتانو د موټر کشول، د سینې او خېټې له پاسه د تېږو ماتول او ځينې نورې حیرانونکې نندارې پکې شاملې وې، د هېواد د مشهورو پهلوانانو شاه محمد لوګري او خان محمد افغانيار له لوري د شينوارو پۀ لويه ولسوالۍ کې د پهلوانۍ مینوالو ته وړاندې شوې.

دا نندارې د شينوارو ولسواليو ورزشي مدیریت پۀ لارښوونه او همغږۍ له پاکستان څخه د راویستل شویو کډوالو د ښه راغلاست او د نظام د ملاتړ په موخه چمتو شوي وې

. د پهلوانې په دې نمایشونو کې د شینوارو ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان، د شینوارو د ولسوالیو ورزش مشر، ګڼو ملکي او نظامي مسوولانو، قومي مخورو، ځوانانو او د پهلوانۍ مینه والو برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د شاه محمود لوګري له خوا په سره رود ولسوالۍ کې هم د پهلوانۍ بېلابېل نمایشونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ Cلوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د تاختیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS