ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دودييزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې سجاد لومړی،بختيار دويم او اصغر دريم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديز لوبو ته وده ورکول و،چې يوه ورځ يې دوام وکړ.