ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بالا باغ او اسرار ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اسرار ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٤ منډو هدف وټاکه. بالا باغ لوبډلې د اتو ویکټو په زیان سره ١٢١ منډې وکړې او د ٤٣ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.