ننګرهار؛ د خوږياڼو ولسوالۍ په ممله بڼ کې د واليبال سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۹:۳۷
ننګرهار؛ د خوږياڼو ولسوالۍ په ممله بڼ کې د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د سپورټ رياست او واليبال فدراسيون په ګډه همکارۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په ممله بڼ کې د ٤ لوبډلو ترمنځ د واليبال يو ورځينۍ سيالۍ ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د اتحاد او د لغمان ولایت د منتخبې لوبډلې تر منځ ترسره شوه، چې اتحاد لوبډلې ٣-٢ په میدانونو په توپیر وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

دوهمه لوبه د خراسان پوهنتون او چپرهار ولسوالۍ لوبډلو تر منځ وشوه، چې ٣-٠ میدانونو په توپیر د خراسان پوهنتون لوبډلې وګټله او په پايلوبې کې له اتحاد لوبډلې سره مخ شوه.

په پاى لوبه کې د خراسان پوهنتون ٣-٢ میدانونو په توپیر اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې وګټله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS