ننګرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې بېلابېلې ورزشي نندارې تر سره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۱:۱۱
ننګرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې بېلابېلې ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست لۀ لورې، د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ شام خصوصي لېسې انگړ کې د سالمې تفريح په موخه د گڼ شمېر مينوالو په شتون کې بېلابېلې ورزشي نندارې تر سره شوې.

په يادو نندارو کې د نصرت شېرزاد له خوا په گرمو غوړو لاسونه او مخ پرېمنځل، د خولې او ستونې په وسېله سېخ کږکول، شل غوزان په تندي ماتول او د دې ترڅنگ د‌ ځينو ورزشکارانو لۀ خوا سوک وهنې، جمناستيک او د ووشو نندارې هم وړاندې شوې.

هېره دې نه وي، دا لومړی ځل و چې په يادې ولسوالۍ کې داسې نندارې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS