ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۲۴
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خانې سيمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شه.يد اباد الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه ش.ه.يد اباد الف او باسول لمر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ش.ه.يد اباد لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې باسول لمر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او د ۲۳ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه فکري رغونه او له نطام څخه ملاتړ و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS