میدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیگ سیالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۲۶
میدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیگ سیالۍ پيل شوې

د میدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ميدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې الماس لوبډلې خپلې سيالې یاران میدان لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه د ميدان وردگ ولايت فوټبال غوره ليگ ته د يوې لوبډلې ټاکل دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS