میدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۸:۵۳
میدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د څلورو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اا د بيا وکمنېدو د درېيمې کليزې په مناسبت د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې استاد هاشم کلب ورزشکارانو د اوو مډالونو په گټلو سره لومړی او استاد فريد کلب ورزشکارانو د شپږو مډالونه په گټلو سره بيا دويم مقام ترلاسه کړ.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS