میدان وردګ: شهید فیصل لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي ترلاسه کړه
دا لوبې د غزني، کابل، لوګر، کونړ او ننګرهار د ۱۶ لوبډلو په ګډون څلور ورځې وړاندې د سلمان فارس په عالي لېسه کې پيل شوې وې چې په پای کې شهید فیصل لوبډلې د میدان ښار ځواک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې ټونمنټ بریا ترلاسه کړه.
ياد ټورنمنټ د ماین پاکۍ موسسې په مالي ملاتړ ، د میدان وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت ، د اطلاعات او فرهنګ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د میدان ښار د ځواک لوبډلې په نوښت پیل شوی وه.
د دې لوبو په پای کې د یادو ادارو له خوا په غوره لوبډلو باندې کپو مډال او نغدي جایزې وویشل شوې.
