میدان وردګو ولایت کې د ۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د بدن ښکلا کلب پرانیستل شو
په میدان وردګو ولایت کې د انجنیر نثاراحمد شیرزي په شخصي لګښت د یاد ولایت مرکز میدانښار کې د ۳نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د بدن ښکلا یو شخصي کلب جوړ او پرانیستل شو.
دغه کلپ د انجینر نثار احمد شېرزي په شخصي لګښت جوړ شوی چې په عصري وسایلو سمبال دی او په یو وخت کې پکې ۱۵۰ ورزش کاران تمرین کولی شي.

