میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍکې د ۵۲ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۱:۳۲
میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍکې د ۵۲ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د غشي ويشتلو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بند چک‌ ولسوالۍ په آدم خېلو کلي کې د ۵۲ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ د ادم خېلو کلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې ادم خېلو کلي لوبډلې خپلې سيالې دوران خېلو کلي لوبډلې ته د ۱۰۱ـ۶۸ نومرو په توپير ماتې ورکړه او د دغو سیالیو دویمه لوبه یې هم په خپله ګټه پای ته ورسوله.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په دودیز شکل ترسره کېږي او له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم ادم خېلو کلي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه بریا ترلاسه کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې دشپږو لوبډلو ترمنځ دوالیبال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د لوکاړ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. . .

BACK TO NEWS