میدان وردګ؛ په سید آباد ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ په تره خېلو کلي کې د ۳۸لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د نیلاب کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه دنیلاب کاروان او اتحاد ستوریو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نیلاب کاروان لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه، سیالې لوبډلې د هدف په تعقیب یوازې ۱۴۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۹ منډو په توپیر وبایلله.
د لوبې په پای کې د ټورنمنت لومړي مقام ګټونکو لوبغاړو ته بایسکل او ستاینلیکونه ورکړل شول.
