میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خانجانخېلو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یاد وسیالیو پایلوبه کې خانجانخېلو اتلانو لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کریمداد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
