میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د علیکې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې علیکې لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې خان جان خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ الیبال ورزش ته د ودې ورکولو او غوره استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
