میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۶:۳۶
میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ هفت آسیا سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شش قلعه ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شش قلعه ځواک او عبدالمحی الدین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شش قلعه ځواک لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، سیالې لوبډلې د هدف په تعقیب کې یوازې ۹۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپیر وبایلله.

د لوبې په پای کې د ټورنمنټ غوره لوبغاړو ته ورزشي لباس، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS