میدان وردګ؛ د بهسودو حصه اول لسوالۍ کې د ۱۲ ورزش‌کارانو ترمنځ د آس ځغلونې او نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۹:۵۲
میدان وردګ؛ د بهسودو حصه اول لسوالۍ کې د ۱۲ ورزش‌کارانو ترمنځ د آس ځغلونې او نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزش کارانو ترمنځ د آس ځغلونې او نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ کې چې په ۸۰۰ متره واټن کې ترسره شوې ایام خان لومړی او مهدي دویم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ د یو تفریحي بند د پرانیستې په مناسبت د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې په پای کې د میدان وردګو ولایت ورزشي آمریت له لوري غوره ورزش کارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS