میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۲۰
میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رباط عبید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د رباط عبید او بلند بابا خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بلند بابا خیلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۶ ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه. رباط عبید لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۳۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د شاجوی ولسوالۍ په خاکي سيمه کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله دویمه سیالي له سویلي کوریا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي،د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه ۹:۴۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نېک نام لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS