ميدان وردگ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۵۳
ميدان وردگ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په مرکز سلمان فارس عالي لېسه کې له اتو ولايتونو څخه د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې يې دوام وکړ د ميدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې ميدان اتلانو لوبډلې خپلې سيالې ځواک ميدان ښار لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق هم گډون کړی و، چې د لوبغاړو د لا هڅونې په موخه يې لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS