ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۴۹
ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ د بند چک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو پايلوبه د بند چک او ملکزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ملکزي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بند چک لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د څلورو ویکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شپږ شپې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۵٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS