ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۱۱
ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د چک ولسوالۍ په چک بند سيمه کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د يووالي او لوی اختر لمانځلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ايکس ايلون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ايکس ايلون او هيرو زلميو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ايکس ايلون لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اوو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف کېښود، هيرو زلميو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سیالۍ، چې اته ورځې يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS