ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۲:۰
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې یې بختیار لومړی، حاتم دويم او تواب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۲۸
Background image

ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۲۷
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولاین په کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۶:۴۴
Background image

کابل کې د پنځو ښوونځیو لوبډلو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون له لوري د معارف رياست د پنځو ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو.

د ياد تمريني کمپ. . .

BACK TO NEWS