ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۰:۴۳
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ميدان ښار په جمنازيوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د رسۍ کشوونې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې حسن زي لوبډلې لومړی، مندوزي لوبډلې دويم او علي خېل لوبډلې بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS