ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۵
ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې په نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې قدرت الله لومړی، حکومت الله دويم او آرين بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS