ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لوړي ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د لوړي ځوانانو او وحدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لوړي ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف کېښود، وحدت لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
