ميدان وردگ؛ ميدان ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۸:۵۹
ميدان وردگ؛ ميدان ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په ميدان ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د روژې مياشتې د ښه راغلاست په پار د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې نجيب الله لومړی، تميم دويم او رفيع الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د‌ دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو د فزيکي لوړتيا لوړول ښودل شوي وو او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS