ميدان وردګ؛ د جغتو ولسوالۍ د واليبال اختريز جام سياليو اتلولي د‌ کمال بابا لوبډلې خپله کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۹:۳۵
ميدان وردګ؛ د جغتو ولسوالۍ د واليبال اختريز جام سياليو اتلولي د‌ کمال بابا لوبډلې خپله کړه

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او جغتو ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د يادې ولسوالۍ په کمال بابا خېلو کلي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ د کمال بابا خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

يادې سيالۍ د اختر په دویمه پيل شوې وې او تېره ورځ يې پايلوبه د کمال بابا خان او هزاره جانبېک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کمال بابا خان لوبډلې د ۳_۱ ميدانونو په توپير بريا او اتلولي خپل کړل.

په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته موترسکیل او دويم مقام ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS