مولوی احمدالله وثیق؛ د امکان تر بریده به د هرات ولایت د ورزشکارانو ستونزې حل شي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۸
مولوی احمدالله وثیق؛ د امکان تر بریده به د هرات ولایت د ورزشکارانو ستونزې حل شي

د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق نن د هرات ولایت د ورزشي فدراسیونونو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د ورزشکارانو ستونزې به هر څومره چې شونې وي، حل کړي.

دغه غونډه چې د هرات ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د بدني روزنې او سپورت رياست د مشر ترڅنګ، د ورزشي چارو سلاکار ښاغلي حيات الله رحماني هم ګډون درلود.

د فدراسیونونو مسوولینو د هغو ستونزو په اړه چې په دغه ولایت کې د ورزشکارانو په مخ کې پرتې دي، ښاغلي وثیق ته معلومات ورکړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

د بدني روزنې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ورزشي فدراسیونونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې تر خپل وس او توان پورې به ورزشکارانو ته کار او خدمت وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS