مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان د ورزش د برخې محصلانو ته: افغانستان کولی شي د ورزشي سیالیو او فعالیتونو کوربتوب وکړي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۹:۵۸
مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان د ورزش د برخې محصلانو ته: افغانستان کولی شي د ورزشي سیالیو او فعالیتونو کوربتوب وکړي

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق تاتارستان هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد له یو شمېر ورزشي ځایونو او لوبغالو لیدنه وکړه او هم یې د کازان د المپیک اړوند د روزنیز ورزشي پوهنتون محصلانو ته وینا وکړه.

ښاغلي وثیق په خپله وینا کې وویل: " اوسمهال افغانستان کولی شي د هر ډول ورزشي فعالیتونو او سیالیو کوربتوب وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان ته د ا.ا په راتګ سره مثالي امن راغلی او همدا امن د دې سبب شوی، چې د هیواد ټولو سیمو ته ورزش او ورزشي برنامې ورسیږي. "

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نن سبا افغانستان ته د مختلفو هیوادونو سیلانیان راځي؛ نو ستاسې د هیواد ورزشي مسولین او لوبغاړي هم کولی شي، چې په ډاډه زړه افغانستان ته راشي او له موږ سره په ورزشي برنامو کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان هیواد په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته تللی او هالته به د فبروري په ۲۱ مه نېټه د سیمې په کچه په جوړېدونکې ورزشي غونډه کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۸
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکټید موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS