محمد اعظم کوهي د اسیا د وزن برداري د تخنیکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ
د افغانستان د وزن جګولو فدراسيون رئیس محمد اعظم کوهي د اسیا د وزن جګولو د تخنيکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ. په هغه ناسته کې، چې د روان میلادي کال د جنوري له څلورمې تر شپږمې پورې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه، د ۳۰ رایو په ترلاسه کولو سره یې محمد اعظم کوهي ته د اسیا د وزن برداري د تخنیکي کمېټې غړیتوب ورکړ، چې تر ۲۰۲۶ م کاله پورې به نوموړی عضویت دوام ولري.
په نوموړې جلسه کې جنرال اسامبله، سکرتر جنرال، لومړی معاوین او پنځه تنه مرستیالان، د اجرایه کمېټې یوولس تنه، اووه تنه له تحنیکي کمېټې او روزونکو څخه او اووه تنه د وزن جګولو فدراسیون له صحي کمېټې څخه شامل وو. همدارنګه د ۴۴ اسیايي هیوادونو رسمي استازو او د وزن جګولو فدراسیون نړیوالې رهبرۍ پکې ګډون کړی و.
په نوموړې جلسه کې د ۴۰ څوکیو لپاره ۱۲۹ تنو ځانونه نوماند کړي وو، له افغانستان څخه د افغانستان د وزن جګولو فدراسیون رئیس محمد اعظم کوهي نوماند و، چې له نېکه مرغه د ۳۰ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره وتوانېد، چې د اسیا د وزن جګولو د تخنیکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د وزن جګولو فدراسیون له ۱۳۶۱ ه.ل کال را په دې خوا د اسیا د وزن برداري ټولنې عضویت لري او محمد اعظم کوهي له ۲۰۱۱ م کال راهیسې په نوموړې ټولنه کې د تحقیقي او کوچینګ کمېټې غړیتوب درلود. اوس یې، چې تازه د تخینکي کمېټې غړیتوب هم تر لاسه کړ دا به د افغانستان د وزن جګولو فدراسیون لپاره نور هم ګټور تمام شي او هم به د مرستو او همکاریو په جلبولو کې اغېزمن رول ولري؛ ځکه د نوموړې کمېټې اهمیت له تحقیقي کمېټې لوړ دی.
په دغو ټاکنو کې محمد یوسف المانا له قطر هیواد څخه د رئیس په ډول، محمد حسن جلود د عراق اوسېدونکی د لومړي معاون په توګه، محمد احمد الحربي د سعودي هیواد اوسېدونکی د سکرتر جنرال په توګه د اسیا د وزن جګولو فدراسیون ته غوره شول، همدا شان ۳۶ تنه له اسیایي هیوادونو څخه نورو څوکیو ته انتخاب شول.
