لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې مخکې پيل شوې وې د شيخانو کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شيخانو کلي او محمد ولي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه شيخانو کلي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې محمد ولي د لسو اورونو په لوبولو سره ۱۶۷ منډو وکړې او لوبه يې د ۲۴ منډو په توپير وبایلله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS