لوګر کې د ۳۳ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۱۷
لوګر کې د ۳۳ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۳۳ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې ۱۰ تنه ورزشکاران د لوګر د فټنس او بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د لوګرمنتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ د انصاري امپیکس لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په ځواک لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

زابل کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS